اولسمشر او د هغه تړمې اوښکې
معلم زرغون شاه معلم زرغون شاه

د معارف د ورځې په مناسبت ښاغلي حامد کرزي د سولې پر ارزښت او اهمیت خبرې وکړې چې د تاثر پر اوښکو يې خپله وینا پای ته و رسوله. په همدغه وینا کې ښاغلي کرزي د سولې د کمېسيون د ځنیو غړیو نومونه هم یاد کړل.

هغه نوملړ چې د سولې د کمېسیون په نوم اعلان شو ، د هغې لویه برخه هغه کسان دي چې په کورنۍ کچه د افغانستان د ديرش کلنې جګړې او غميزې اصلي  عوامل ګڼل کېږي. دا هغه شخصیتونه دي چې ډیرو يې ان د محمدظاهرشاه د سلطنت له وخته د سیاسي شخصیتونو په وژلو او ترور کې لاس درلود او د کابل د نجونو د ښونځیو پر زده کوونکو يې تېزاب شيندل، دوی د محمدداود خان د جمهوري ریاست پر ضد کودتاګانو او پاڅونونو ته سازمان ورکاوه ، او  پاکستان ته يې  پناه وړې وه او د ذالفقارعلي بوټو په پوځي کمپونو کې يې د وطن د ورانولو لوستونه تر لاسه کول ، دا هغه کسان دي چې د ضیا والحق په قومانده يې د هیواد کلي او ښارونه په راکټونو وويشتل او په سلګونو ښوونځي او د عامه ګټې موسسې او لارې يې ورانې او ویجاړې کړې،  د ښوونځیو په زرګونو زده کوونکي، ښوونکي او دولتي مامورین يې په بې رحمۍ سره وژل او له منځه وړل. دوی د مذهبي توندلارۍ له لارې د خلکو له احساساتو ان تر اوسه ناوړه ګټه پورته کړې او کوي، دوی په هیواد کې د سولې بهیر ړنګ کړ، دوی په وروستیو کلونو کې تر شپېته زره زیات د کابل بې ګناه اوسېدونکي له تېغه تېر کړل. دوي د کابل ښار په بشپړه توګه ړنګ او په کنډواله بدل کړ، دوی د ۷۰ میلیونه ډالرو په بدل کې د بهرنی ځواکونو د پاره د ځمکنی پوځ دنده پرغاړه واخيسته، دوي  په لس هاو زره تسلیم شوي کسان له تېغه تير کړل. دوی ټولې دولتي او عامه شتمني ، موزیمونه او پوځي وسایل له یوه سره چوراو تالان کړل ، دوي همدا اوس د هیروینو او تریاکو پر قاچاق بوخت دي، دوي په میلیاردونو ډالره چې د افغانستان د بیا جوړونې دپاره راغلي وو چور او تالا او په خارجي بانکونو کې د ځان دپاره زیرمه کړل. دوی د خلکو ترمنځ توکميز او ژبنیو دښمنیو ته لمن وهي او هره ورځ د هیواد د ویش سندره غږوي، دوی ګاونډیو هيوادو ته په نوکرۍ کې له هيڅ ذلت نه ډډه نه کوي. دوي د ټاکنو څو وروستۍ دورې په دومره ناولې او کرغېړنه بڼه ترسره کړې چې د ناولتيا  بوی يې پر ټوله نړۍ خپور شو. دوی اوس هم په ډاګه د سولې سره خپل مخالفت نه پټوي او داسې نور ډیر ناوړه چلندونه او کړنې شته چې دوی ترسره کړي چې انسانیت پرې شرمېږي او قلم يې د لیکلو څخه عاجز دی.

ښاغلي کرزيه اوښکې دی مرغلرې او د قدر وړ دي ، په تیره بیا چې په سالون کې په نورو اوښکو سره بدرګه هم شوې او کېدی شي د نورو ډیرو پاک زړو انسانانو اوښکو هم ورسره خپله بدرګه کړۍ وي. خو سړی نه پوهېږي چې تاسې چاته او د څه دپاره اوښکې تویوۍ، د افغانستان له نیمايي زیات خلک خو همدا اوس د بې وزلۍ ډيرې بدې شپې او ورځې  تېروي، همد اوس هم څوک په خپل کور کې د مصونیت احساس نه کوي، همدا اوس هم ستاسې د رسنیو په حواله د ورځې تر سلو زیات کسان وژل کېږي، نو څرګنده ده چې ستاسې اوښکې ددې بې وزلو خلکو دپاره نه دي تويې شوي، او که نه په تیرو اتو کلونو کې لږ تر لږه یو اته تنه جنایتکاران باید تاسې حتمي محکمې ته سپارل شوي وای. تاسې د یو عادي خبر د خپرولو په خاطر د رسنیو د بندول امر ورکولی شۍ خو د جنایتکارانو د نیولو نه، او برعکس هغوې ډیرو لوړو دولتي څوکیو ته هم غوره کوۍ، نو ستاسې اوښکې د هغه کسانو دپاره چې د چپاول د لارې په شارجه او دوبې کې شرکتونه ترلاسه کړي او ماڼې يې خپلې کړي بهېږي. تاسې کېدی شي ددې دپاره مایوسه یاست چې د چور دغه توره دوره به پای ته ورسېږي. څرګنده ده چې د چپاولګرانو حرص ډیر زیات دی او هيڅکله هم نه مړېږي. نو کېدی شي دا اوښکې ددوی دپاره ويږ

 ښاغلي کرزي کله چې تاسې د ټاکنو دویمې دورې ته ودریدۍ نو تاسې د سولې د راستلو او ديوې سالمې ادارې د رامنځ ته کولو دنده د خپلې ولسمشرۍ د دویمې دورې ډیره مهمه دنده وبلله او د سولې د راوستلو ټينګه ژمنه مو وکړه. خو په تاسف سره وینو چې ستاسې دولت د سولې د راوستلو دپاره کومه څرګنده تګ لاره نه لري، په کومه لاره چې تاسې روان یاست هغه ترکستان ته ځي . چېرې ته ده هغه سالمه اداره چې تاسې يې تل ژمنه کوله؟  نن حالات تر هغې ډیر وران او ويجاړ دي چې تاسې يې د جوړولو ژمنه کوله، اوس فساد خپلې وروستۍ کچې ته رسېدلی دی. کومې لږې لاس ته راوړنې چې په تېرو کې تاسې لرلې هغه هم بېرته وړیا د لاسه ورکوۍ، ستاسې د مطبوعاتو آزادي اوس یوازې د جنګسالارانو په خدمت کې ده. کومې وسلې چې د ډایاک په بهیر کې ټولې شوې وې نن بیا ويشل کېږي او ټولې وحشي وطن دښمنه ډلې د يوې بلې کورنۍ جګړې دپاره چمتو کېږي.

ددې هر څه په ليدو سره ستاسې اوښکې هم د بدګومانۍ تر شک لاندې راځي، ځکه اوښکې چې ستاسې دعاطفې او احساس نښه ده له هغه کړنو سره په تضاد کې دي چې تاسې يې په عمل کې ترسره کوي. د وطن په ميلیونه خلک همدا اوس اوښکې تویوي او ددې اوښکو عاملين ستاسې نژدې لوړپوړي دولتي همکاران او ملګري دي. ټول اولس ددغه جنایتکارانو څخه ستړی او ستومانه دی خو تاسې په ټول قوت او اخلاص سره دوی په غېږه کې نیولي او ساتلي دي او ترې د بېلتون اراده نه شي کولی او لا يې پړسوۍ. تاسې په خبرو کې وویل نه غواړم ميرویس جان بې وطنه شي، تاسې تر اوسه په څو ځلی خپلو نا اهله ملګرو ته خبر داری ورکړی چې دا اولس نور ددوی د ناکردو او ظلمونو د زغم وس او توان نه لري. تاسې په ډیره څرګنده هغه پټ توفان ويني چې یوه ورځ به دا دناولتیا او فساد شرمخانو په مخه کړي، څوک به شارجه ته ځي او څوک به کولاب ته. خو پاتې اولس خو تل د توفانونو قرباني شوی دوی خو نه شارجه لري او نه کولاب او تاسې هم د ځان او خپلو ملګرو په فکر کې یاست !  زه ګومان کوم چې ستاسې اوښکې هم د همدغه شرمخانو دپاره دي، ځکه ددې بې وسه او ځپل شوی اولس دپاره هره ورځ هماغه ده چې تاسې ترې ډارېږي اووړاندوینه يې کوي.

اولسمشر که د خلکو او وطن په سوچ کې وي باید د اولس په ګټه څرګند او روښانه ګامونه اوچت کړي، دی دنده او مسوولیت لري څو اولس د ليوانو او شرمخانو له منګلو خلاص کړي، د اولسمشر دنده ژړا نه بلکې له ستونزو څخه د ملت  ژغورون اوایستل دي.

که ستاسې اوښکې د مایوسۍ اوښکې وي نو کله چې انسان مایوسه شي او له ستونزو څخه د وتلو لارې چارې ترې ورکې شي ویره اوډار پرې غلبه وکړي  نو  اوښکې يې له سترګو جاري شي. او ددې مانا دا هم ده چې انسان نور په ځان کې د کار او نووښت وس او توان نه ويني او که رښتیا ښاغلی کرزی تاسې د اولسمشر په توګه نور په ځان کې د ستونزو د حل وس او توان  نه وينۍ نو د ژړا پر ځای نورې لارې اوچارې هم شته چې تاسې کولی شي له هغو څخه ګټه اوچته کړي او هغه داچې تاسې د اولس امانت بېرته اولس ته وسپاري، یانې د سترې ملي جرګې د لارې د چارو واګې د هیواد یو صادق او په چارو پوه بچي ته ولېږدوي. باور ولرۍ لا تر اوسه داسې کسان شته چې ساحل ته د هیواد د ماتې بېړۍ د رسولو وس او توان په ځان کې ویني. که دا کار مو وکړ نو هله به موږ ستاسې پر اوښکو باور وکړو.


October 3rd, 2010


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات